ایکنانیوز د جوردن ټایمز له قوله راپور راکوي،د اردن د قرآن دنړیوالو سیالیو په دغه دوه دیرشم پړاؤ کې دنړۍ له ۵۱ هیوادونو څخه قاریان او حافظان برخه اخلي .
په دغو سیالیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت نماینده حسین خاني چې د ټول قرآن حافظ دی هم برخه اخلي.
د اردن د اسلامی چارو او مقدساتو او د اوقافو د چارو وزیر محمد الخلایه په دغو پرانیستو دستورو کې پخپلې وینا کې چې په ملک عبدالله اول جومات کې ترسره شوې، ووئيل؛ سږکال قرآنی سیالۍ د روژې دمبارکې میاشتې له وروستۍ لسیزې سره یو ځاي شوي دي چې د قرآن کریم دنزول شپې ورځې دي.
هغه همداراز د د قرآ له حافظانو، له قرآنی موسیسو او قرآنی سیالیو څخه دده هیواد حکومت په دوامدار ملاتړ ټينګار وکړ او وې وئيل، د اردن دقرآن نړیوالې سیالۍ د قرآڼ د ممتازو حافظانو په تربیت کې مهم رول درلودلی دی.
د هغه په وینا د اوقافو وزارت دمګړئ په درست هیواد کې د قرآن څه دپاسه دوه زره دوه سوه دایمي مرکزونو څخه ملاتړ کوي. او د قرآن حفظ ته دلازیاتې هڅونې لپاره دغه وزارت په همداوروستیو کې یوه ځانګړی مدرک او ګواهي معرفي کړې چې د ټول قرآن حافظانو ته ډالۍ کیږي.
د اردن د قرآن نړیوالې سیالۍ به تر یوې اونۍ پورې دوام ومومي او پایزې دستورې به ئې د روژې د مبارکې میاشتې په شپږویشتمه نیټه ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4273171